نیویارک ټایمز: «د افغانستان سوېل کې طالبانو د نویو تکتیکونو په مټ سیمې نیولي»

کابل ټکی کام ۱۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي، چې د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې طالبانو له نویو تکتیکونو څخه په استفادې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
دغې ورځپاڼې په سوېلي ولایتونو کې د طالبانو له لورې د نویو تکتیکونو په اړه په راپور کې ویلي دي، چې طالبان د افغانستان سوېل کې د افغان ځواکونو پر خلاف جګړه د لویو لارو او سړکونو د کنټرول پر جګړې بدله شوې ده.
د ورځپاڼې له قوله، چې طالبان پوستې په نښه کوي، پکې شته پولیس وژني، او ترې پاتې مهمات له ځانه سره وړي، او بیا وروسته پر پوستو بیرغونه دروي، پر سړکونو ماینونه خښوي، چې د ګاډو د تګ راتګ مخه نیسي، او په سیمو کې پر مېشتو خلکو خوراکي توکي بندوي، تر څو هغوی له کلي ووځي، او دوی په سیمه کې واکمن شي.
دغه ورځپاڼه دغه خبره داسې مهال کوي، چې طالبان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او په نورو مرکزي ولسوالیو کې په جګړو بوخت دي، او مقابل لوري ته یې د ګڼو تلفاتو ترڅنګ ګڼ مهمات او ګڼې سیمې تر خپل تسلط لاندي راوستي دي.
ورځپاڼې لیکلي دي، چې طالبانو وړاندې مهم دولتي مراکز په نښه کول، خو دا مهال په لېرو پرتو سیمو کې پوستې په نښه کوي، او خپل بیرغونه پرې دروي.
ورځپاڼې په لېرې پرتو سیمو کې د طالبانو له خوا د پوستو د نښه کولو وجه دا ښودلې ده، چې هلته خطر کم وي، او په اسانۍ سره وسلې او نور مهمات ترلاسه کولی شي.
د یادولو ده، تېره ورځ د مشرانو جرګې غړی سناتور هاشم الکوزي د هلمند ولایت د اوسنۍ وضعې ټوله پړه پر افغان ځواکونو واچوله، او زیاته یې کړه، چې د افغان ځواکونو د ناسم مدیریت له کبله هلمند ولایت نا امنه شوی دی، ده همدا راز د افغان ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، که سم مدیریت نه شي کولی، نو هلمند ولایت دې طالبانو ته تسلیم کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button