نا پېژانده وسله والو د لوګر پل علم کې پر یوه مؤسسه برید کړی

کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د نا معلومو وسله والو له لورې د لوګر ولایت په پل علم ښار کې د ماین پاکۍ پر یوه مؤسسه برید شوی دی، چې د دغې مؤسسې اړوند اووه موټر یې له منځه وړي دي، او د دغې مؤسسې څلور کارکوونکي یې له ځانه سره بېولي دي.
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، دغه پېښه د پل علم ښار اړوند په التمور سیمه کې رامنځته شوې ده، چې د نا معلومو وسله والو له لورې د جانوس په نوم د ماین پاکۍ یوه مؤسسه په نښه شوه.
دغه مؤسسه چې اوس د جانوس په نوم فعالیت کوي، وړاندې یې نوم سټرلینک وو.
د یادولو ده، لوګر ولایت کې د دغه مؤسسې د کارکوونکو په نښه کېدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې وړاندې هم داسې پېښې رامنځته شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button