کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د سولې عالي شورا له لورې په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ښکېلې خواوې دې د روژې میاشتې ته د احترام په خاطر له هر ډول تاوترېخوالي څخه لاس په سر شي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، که سوله او امنیت نه وي، نو څوک عبادت په ډاډه زړه نه شي کولی، ځکه د روژې میاشت د ورورولۍ، برابرۍ، یو بل منلو، بښنې، معنویاتو د پیاوړتیا او په یوه ټکي کې اللهي احکامو او فرامینو ته د بشپړې تسلیمۍ میاشت ده.
په خپرپاڼه کې راغلي دي، چې له ټولو ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کوو، تر څو په دې بختوره میاشت کې ولس پرېږدي، چې په ډاډمن زړه سره خپله عبادت وکړي.


















