قزاقستان: د پوځیانو په شمول ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۷ عبدالهادي همت

په قزاقستان کې یوې وسله والې ډلې د یو بس له غلا کولو وروسته نوموړی بس د قزاقستان د ملي ګار په یوه مرکز ورننه ایست او هلته یې درې پوځیان ووژل.

په ورته وخت کې د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویاند الماس سادوبایف وايي، په شمال لویدیځ ښار اقتوبې کې پرون وسله والو د وسلو د خرڅلاو پر دوو دوکانو حمله وکړه، په یوه هټۍ کې یې یو هټیوال او یو ګارډ ووژل، د وسلو د خرڅلاو په یوه بل دوکان کې وسله وال یو مشتري وواژه خو وروسته بیا درې واړه وسله وال بریدکوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شول.

الماس سادوبایف وايي،۳ پوځیانو د وژل کیدو په شمول ۹پولیس هم ټپیان شوي دي، نوموړي ویلي، د دې بریدکوونکو له ډلې یو د امنیتي ځواکونو له ژوندی نیول شوی، درې وژل شوي او نور هم لادرکه دي، او زیاته یې کړه چې د نورو وسله والو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button