د ننګرهار ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د اوبو رغول شوی کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۷ عبدالهادي همت

 د ننګرهار ولایت په ښیوې ولسوالۍ کې د ابو کانال د څلور میلیونه افغانیو په لګښت  تر جوړېدو وروسته پرون د غبرګولې په ۱۶مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت استازي او کار پوه ښاغلي عبدالکریم صمیم د اوبو د کانال په اړه د مالوماتو د ورکولو تر څنګ وویل، د یاد کانال درغول شوې برخې ۱۴۶متره اوږدوالی، ۵متره ژوروالی، ۱متر او ۵۰سانتي پلن والی لري.
ده همدا راز وویل چې د یاد کانال د بیا رغونې لپاره ټول مالي لګښت چې څلور میلیونه افغانۍ کیږي د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یاد کانال د ۶میاشتو په موده کې د اوبو لګولو ریاست په چوکاټ کې د انهار نومې شرکت له لورې جوړ شو.
د سیمې قومي مشران د یاد کانال بیارغونه یو ښه کار وبللو او ویې ویل چې یاد کانال ۸کیلومتره اوږدوالی لري او  ۱۵۰۰هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button