کابل ټکی کام ۱۷غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سوریې سوېلي حلب ښار کې د ایران «سپاه پاسداران» یو قومندان او دوه افسران په جګړه کې وژل شوي دي.
د ایران «سپاه پاسداران» چې د سوريې په روانه جګړه کې ونډه لري، تېره میاشت یې هم په سوریه کې ۱۵ غړي له منځه تللي.
د ایران د «سپاه» دغه درې غړي چې په سوېلي حلب ښار کې داسې مهال وژل شوي دي، چې هلته جګړه ډېره تونده روانه ده.
ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې پر حلب ښار هوايي او ځمکني بریدونه ډېر شوي دي.
دغو هوايي او ځمکني بریدونو د بشري حقونو فعالان له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي.
پرون د سوریې د بشري حقونو ادارې خبر ورکړ، چې په تېرو ۴۳ ورځو کې په حلب ښار کې شاوخوا ۵۰۰ غیر نظامي وګړي د هوايي بریدونو له کبله وژل شوي دي.
د یادولو ده، حلب ښار د سوریې هغه دویم لوی ښار دی، چې د بشارالاسد ځواکونو او د هغوی د مخالفو وسله والو تر منځ وېشل شوی دی.

















