فرانسه: د پاریس ښار په ډېران بدل شوى

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۷ عبدالهادي همت
په فرانسه كې د كار پر نوي قانون باندې د نيوكو له امله د پيل شوي اعتصاب په پايله كې د يو زيات شمېر ښارونو د ښاروالۍ د نظافت كارګرانو خپلې دندې پرې ايښي دي او ځای ځای د خځلو ډیري لیدل کیږي.
په فرانسه كې د كار پر نوي قانون باندې د نيوكو له امله د پيل شوي اعتصاب په پايله كې د يو زيات شمېر ښارونو د ښاروالۍ د نظافت كارګرانو خپلې دندې پرې ايښي دي.
د پلازمېنې پاريس ښار د خځلو د راټولو تر ټولو لوى مركز د كارګرانو د نشتوالي له امله په لوى ډېران بدل شوى دى. ددې مركز د كارګرانو اتحاديې پرېكړه كړې وه، چې د بېړنيو حالاتو پرته به تر هغه كار ته غاړه كښېنږدي، چې حكومت دا قانون بېرته لغوه نه كړي.
د خځلو مركز ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰۰ زره ټنه خځلې د ۲۰۰ موټرو په واسطه راوړل كيږي.
د فرانسې د كار د نوي قانون له مخې په هېواد كې د اعظمي كار كولو وخت له ۱۰ ساعتونو نه ۱۲ ساعتونو ته لوړ شوى دى. په كاري قرارداد كې د بدلون غوښتونكو كارګرانو شړل اسانه شوي .



