کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
نن د سوېل ختیځ ۳۰۳ سپین غر زون امنیه قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد رسنیو ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا ۴:۰۰ بجې د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د طالبانو د کوټې شورا یو غړی او د حقاني شبکې مهم کس په نښه شوی دی، او له منځه تللی دی.
نوموړي رسنیو ته وویل:
« نن سهار څلور او شل دقيقې يو عراده سراچه موټر چې پلېټ يې ۴۸۹۴ هلمند و، د پاکستان له لوري افغانستان ته داخل شوی و چې د پکتيکا په مربوطاتو کې د ارګون او سرروضې ترمنځ سيمه کې د بې پېلوټه طيارې په بريد کې په نښه شول، له وخته تعقبېدل، يو کس يې سراج الدين خادمي چې د حقاني شبکې د اکمال مسول ؤ او يو بل کس چې د کندهار تذکره يې په جېب کې وه لا هم پېژندل شوی نه دی، خو ويل کيږي چې د کوټې شورا غړی دی او درې تنه نور د دوی ساتونکي هم ورسره وو چې په دې بريد کې له منځه لاړل.»
مګر د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د رسنیو له لارې د شېرزاد دغه ادعا په کلکه توګه رد کړه، او زیاته یې کړه، په سیمه کې بمبارد شوی دی، چې درې تنه عام مسافر پکې له منځه تللي دي.
«موږ د دښمن دغه پروپاګند ردوو، په سیمه کې بمبار شوی، د ملکي خلکو یوه سراچه موټر بمبار شوي چې ۳تنه عام مسافر چې له سیمې څخه تیریدل شهیدان شوي.»
مجاهد وايي، چې د دوی په شورا کې په یاد نوم کوم غړی نشته، او نه هم وژل شوي کسان د دوی مسئولین دي.


















