د چین نظامي الوتکه غورځېدلې

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۹ عبدالهادي همت

په چین کې یوه وړه نظامي الوتکه غورځیدلې چې په کې د پيلوټ په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د چین رسنیو د چارواکو له قوله لیکلي، چې الوتکه د نظارت او څېړنو په وسایلو سمبال وه او د جه جیانګ ایالت ته روانه وه، چې له رادار سره یې اړیکه پرې شوه. ورسته معلومه شوه چې الوتکې سقوط کړی. د یادې الوتکې ټوټې یې په «جوشان» ایالت کې وموندل شوې.

په الوتکه کې یو پيلوټ، یو خدمت ګار او دوه نور پوځي چارواکي سپاره وه چې سقوط يې کړی او د الوتکې څلور واړه عمله په کې وژل شوي.

چینایي رسنیو ویلي تر اوسه د الوتکې د غورځيدو علت نه دی په ډاګه شوی او څیړنې روانې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button