وسله والو د کندزــ تخار پر لویه لاره ۴۷ مسافر وتښتول

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۱۹ عبدالهادي همت

دغه مسافر له تخار څخه کندز ته په لاره و چې نن سهار ۷ بجې له موټرو ښکته کړای شول.

د کندز د والي ویاند سید محبوب دانش رسنیو ته وویل چې دغه کار وسله والو طالبانو کړی دی. هغه زیاتوي، چې مسافر له یوه  ۳۰۳ بس موټر او یو سراچه موټر څخه ښکته کړای شوي دي او نامعلوم لوري ته وړل شوي دي.

دانش زیاته کړه چې په یادو موټرو کې ۴۷ مسافر یرغمل شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یاده ونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د کندز په علي اباد سیمه کې ورته پېښه شوې وه، چې په کې  طالبانو د څلورو بسونو ۱۸۵ سپرلۍ ښکته کړه. وررسته یې ۱۵۰ یې کسان بېرته زاد، ۱۳ یې په دې تور چې دولتي کارکوونکي وه ووژل او د شلو په شاوخوا کې تر اوسه هم د طالبانو په ولکه کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button