دفاع وزارت او ملي ریاست ته نوي نوماندان د باور رایې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي شول

کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته نوي نوماندان د باور رایې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړل.
دفاع وزارت ته جنرال عبدالله خان حبیبي او د ملي امنیت ریاست ته محمد معصوم ستانکزى ټاکل شوي نوماندان دي.
سرور دانش نن ولسي جرګې ته د دوی د معرفي کولو پر مهال د دوی ستاینه وکړه، او زیاته یې کړه، چې دوی په امنیتي برخه کې خورا ښه تجربه لري.
ده د ولسي جرګې له غړیو غوښتنه وکړه، تر څو دوی ته رایه ورکړي، ځکه چې د دوی ټاکنه د هېواد لپاره ګټوره ده.
دانش د خپلې وینا پر مهال وویل، چې دغو کسانو ته رایه ورکول به د سولې او امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button