کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، انصار
سپينې ماڼۍ په يوه راپورکې ويلي دي، چې بارک اوباما مېرمن کلنټن ته په خپل حزب کې دننه د مشرتابه په سيالۍ کې د کاميابۍ مبارکي ويلې ده.
سپينې ماڼۍ ويلي دي، امکان لري، اوباما د مېرمن کلنټن د انتخاباتي سيال او مخالف سندرز سره د هغه په بلنه وګوري.
د سپينې ماڼۍ په وينا اوباما مېرمن کلنټن ته د ټليفون له لارې مبارکي ويلې ده، او د هغې هڅې یې چې د انتخاباتي کمپاين پر مهال یې کړي دي؛ ستايلي دي.
د مېرمن کلنټن د کاميابۍ لويه وجه د هغې ښې کړنې چې د امريکا غريبې او منځنۍ طبقې ته یې کړي دي، او بله دا چې د مېرمن کلنټن د انتخاباتي سيال ناوړه رويه د مسلمانانو سره وه، چې خپله په امريکا کې یې امريکايانو هم مخالفت څرګند کړ.
















