د سوریې پر یوه روغتون د برید له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د سوریې د حلب ښار په ختیځې سیمې الشعار کې له یوه روغتون سره څېرمه د هوایي بریدونو له کبله یو بم پرېوتی دی، چې په ترڅ کې یې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د سوریې لپاره د بشري حقونو د څار ادارې هم په روغتون کې د مرګ ژوبلې خبرونه تأیید کړي دي، او ویلي یې دي، چې په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د دغو بریدونو انځورونه او ویډیوګانې ورکړل شوي دي، چې خلک پکې له نړېدلیو ودانیو څخه ټپيان او وژل شوي کسان اوباسي.
دا په داسې حال کې چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد د سې شنبې په ورځ ویلي وو، چې د هېواد هره برخه به له یاغیانو څخه خالي کړي.
د دغو بریدونو عامل تراوسه نه دی څرګند، خو د سوریې دولتي ځواکونو اعلان کړی دی، چې دغه ښار یو ځل بیا تر خپلې ولکې لاندې راولي.
حلب ښار د سوریې دویم لوی ښار دی، چې له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د دغه ښار لوېدیځه سیمه د حکومتي ځواکونو او ختیځه برخه یې د یاغي ډلې ترمنځ وېشل شوې ده.
حلب ښار د سوریې یو له هغو ښارونو څخه دی، چې زیات هوایي بریدونه پکې کیږي، چې د دغو بریدونو ډېری قربانیان ملکي وګړي وي.



