کابل ټکی کام ۱۹غبرګولي/۱۳۹۵، ارین خان
د رمضان جام سیالۍ چې د رمضان میاشتې له پیلېدو سره سمې اعلان شوې، د کندهار ولایت سربېره به په ننګرهار او پلازمینه کابل کې هم ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي، چې په کندهار ولایت کې د کرکټ د رمضان جام سیالۍ پیل شوي دي.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو ته ویلي دي، چې دغه سیالۍ به د ۴۰ ټیمونو ترمنځ د شپې له خوا ترسره کیږي.
نوموړي وویل، چې د رمضان جام سیالۍ به راتلونکې اونۍ په کابل او ننګرهار کې هم پیل شي.


















