شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د افغانستان د تیرې اونۍ مهمې پیښې

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جون 9, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
12
ځلې شریک شوی
144
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د څو  لسیزو انتظار وروسته د سلما بند پرانستل شو.

دهرات ولایت کې د سلما بند چې د هند حکومت په مرسته د  ۳۰۰ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شو. د هند حکومت  سرچېنې وايي چې د سلما په بند ۱۵سوه هندي او افغان انجنیرانو کار کړی دی او انجنیران به په میاشت کې یو ځل د هلیکوپترو له لارې سیمې ته انتقالېدل.

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

همدارنګه د هند ټایمز ورځپاڼې په خپلې ننۍ گڼې کې، افغانستان ته د هند لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر په تړاو د نوموړي څرگندونې را اخيستي چې وايي، “افغانستان ته خپل سفر ته سترگې په لار يم چې ولسمشر غني سره يو ځاى په هرات کې د افغانستان – هند دوستۍ بند (سلما بند) پرانيسته وکړم.”

د سلما بند پروژه د پخواني جمهور رییس سردار محمد داوود خان په ابتکار په ۱۹۷۶ز کال کې  د هند په مرسته پېل شوه.

د پروژې ابتدايي کارونه هغه مهال پیل شوه او تقریبا ۲۵ سلنه کار یې د داوود خان د واکمنۍ پر مهال بشپړ شو.  ټاکل شوې وه، چې ۱۹۸۱ل کال پورې به دغه بند ګټې اخېستنې ته چمتو شي. بدبختانه د کمونستي کرغیړنې کودتا او په افغانستان کې خونړۍ جګړو پیل کېدو سره د دغې پروژې کارونه هم په ټپه ودریدل، سامان او اسباب یې له منځه ولاړل او د کورنیو جګړو پر مهال د دغه بند لږه جوړه شوې برخه هم ویجاړه شوه.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۱۳۸۴ل کال کې هند له افغانستان سره تړون لاسلیک کړ، چې د سلما بند به بې لامعاوضې جوړوي. دوه کاله وروسته په ۱۳۸۶ل کال د کب د میاشتې په ۲۵مه حامد کرزي حکومت د دغې پروژې کارونه یو ځل بیا پیل کړل او د تهداب ډبره يې کېښودله.

 دغه بند د جوړولو اسباب د ایران د بندرعباس له لارې ۱۲سوه کیلومتره لرې د هرات اسلام قلعه ته او بیا له اسلام قلعه څخه ۳۰۰ کیلومتره لرې د بند جوړیدو ځای ته لېږدول کېدل. سیمټ، وسپنې، چاودیدونکي توکي او نور اسباب له ګاونډيو هېوادونو څخه دغه بند ته واردیدل.

د سلما بند د هرات ښار شمال ختیځ ته د چشت شریف ولسوالۍ کې د هریردو سیند په اوبو جوړ شوی دی. د دغې بند اصلي ذخیره ۲۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳ کیلومتره پلنوالی لري او د ۶۴۰ میلیونه متره مکعب د اوبو د ذخيره کېدو ظرفیت لري چې ډکېدل یې تقریبا له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت غواړي. د دغې ذخیرې ډکېدو سره به نېږدې ۷۵ زره هکتاره (۷۵۰ کیلومتره مربع یا تقریبا ۱۵۰زره جریبه) ځمکه خړوبه شي او ورسره به يې درې توربیلونه په ټولییزه توګه ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړي.

ددغه بند جوړولو پر مهال کارکوونکي او انجنیران یې د څو کرت د امنیتي ستونزو سره هم مخ شوي دي چې ځیني مغرضو کړیو نه غوښته چې د بند دا ملي پروژه عملي شي. څو څو ځل ناڅرګندو وسله‌والو د یاد بند په کارکوونکو او انجنیرانو بریدونه وکړل او څو ځل یې امنیتي ساتونکي و وژل. په ۱۳۸۹ل کال کې ددِې بند ۲۰کار کوونکي او امنیتي ساتونکي ووژل شول، چې یو څه موده يې کار وځنډول شو.

 ایران او ترکمنستان دواړه د دغو اوبو څخه ګټه اخلي او د سلما بند تر ټولو ستر مخالفین ښودل شوي دي.

ویل کیږي چې دغه بند د هریرود پر سیند چې له بابا غره څخه سرچینه اخلي جوړ شوی دی، چې د یاد سیند اوبو څخه ایران په زیاته کچه ګټه اخیسته او نه یې غوښتل چې دا پروژه عملي شي. ددې تر څنګ ویل کیږي چې ترکمنستان هم ددې بند مخنیوي کې خپله ونډه اخیستې. د سلما بند د جوړیدو سره دغه دوه ګاونډي هېوادونه وايي چې دوی ته د اوبو ورتګ کې ۷۳ سلنه کمی راځي.

د یاد بند د پرانیستې پر مهال اشرف غني د هند صدر اعظم ته د امان الله خان دولتي مډال هم ورکړو ده د هند افغان دوستۍ ته په اشارې و ویل چې افغانستان هند په سلما  بند او د ولسي جرګې ودانۍ جوړولو باندې پېژني.

هلمند: هلمند ولایت کې د طالبانو له لوري جګړه په مخ په زیاتیدو ده او د ولایت مرکز لښکرګاه د سقوط ویره پيدا شوه چې   د ولسي جرګې غړو په وار وار وویل که هلمند ته تازه دمي عسکر وا نه ستول شي لښکرګاه به سقوط وکړي .

حکومت هم  د کابل او قندهار  د اردو ضربتي کنډک او کومانډويي عسکر سیمي ته ولیږل خو لا هم په هلمند کې وضعه مخ په خرابیدو ده.

 د یادولو وړ ده، چې د هلمند ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ۹ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي، او د پاتې ۵ ولسوالیو یواځې ودانۍ د دولت په لاس کې دي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هلمند کې  یو امریکايي خبریال ډیوډګلګي سره د یو افغان ژباړونکي ووژل شو، چې د هلمندله جګړې څخه یې لیدنه کوله او په حقیقت کې هم ورته څرګنده شوه چې په هلمند کې څه حال دی.

د وضعیت د کتو لپاره اشرف غني هلمند ته سفر وکړ او د ښوراب پوځي اډې ته ولاړ او د  ۲۱۵ ميوند قول اردو انګړ كې د كابيني او ملي شورا د يو شمېر غړو په حضول كې هلمنديانو ته وويل، د پوليسو په ليكو كې به جدي اصلاحات راولي او په فساد ككړو كسانو سره به حساب وكړم.

جمهور رئيس همدا راز وويل، له هلمنديانو سره يې د كمپاين پر مهال د كجكي د بند جوړېدلو، د سړكونو  جوړولو او خلكو ته د كرنيزو اساسي پروژو برابرولو ژمنې وكړې.

وروسته راپورونه ورکړل شول چې په هلمند ۴۰سلنه پولیس خیالي دي چې یواځې د کاغذ پر مخ شته او نور یې درک نشته، د یادونې وړ ده چې طالبانو هم په وار وار هلمند کې په لسګونو د اردو عسکرو د وژلو او تسلیمیدلو خبرونه ورکړل.

کندوز: طالبانو د کندوز پر لویه لاره شاوخوا ۱۷۵ مسافر له موټرو ښکته کړل او له ځانه سره یې  بوتلل، وروسته یې ۱۵۰ خوشې کړل، ۱۳ یې په دې تور ووژل چې دولتي عسکر وه او له سوارلۍ موټرو څخه په استفادې یې سفر کولو او پاتې نور لا هم د طالبانو په ولکه کې دي.

طالبانو دا هم وویل چې دولتي عسکر یې د بایومیټرک سیستم  پر مټ پېژندلي چې د ولسي جرګې غړو هم د یادې خبرې په تائید وویل چې طالبانو د کندوز ولایت د سقوط پر مهال د بایو میټرک سیستم لاسته راوړی. د یادونې وړ ده، چې په هیواد کې دا ډول پيښې ډېرې شوي.

 تورخم : د جون له لومړۍ نیټې څخه پاکستاني ځواکونو پر توخم پوله د بې ویزې افغانانو په راتګ بندیز ولګولو، چې ډول ډول غبرګونونه یې راوپارول، ددې هیواد تاجران، ډاکټران او د پولي دواړو خواوو اوسیدونکو هم کلک اعتراضونه وکړل، دوی ټولو دا څرګندوله چې د پولي دواړو غاړو ته یو پښتون پروت دی، چې سره نه شکیدونکي اړیکي لري او د پاکستان دا پریکړه یې غیر عادلانه وبلله.

 د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ هم په یوه خبري غونډه کې وويل، چې ډيورنډ د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي سرحد نه دی. ده زیاته کړه ((د ډيورنډ کرښې پښتانه سره ویشلي، یو کلی یې دوه ځایه کړی، يو ورور دېخوا پاتې شوی بل هاخوا)).

لوی ټکي: اشرف غنیتورخمسلما بندکندوز مسافرموديهلمند جګړه
مخکینې مطلب

د سوریې پر یوه روغتون د برید له کبله ۱۵ کسان وژل شوي دي

بل مطلب

د منځني ختیځ کړکیچونو نړیواله سوله، له منځه ویوړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com