خوږو ته خواږه او ترخو ته تراخه

ویسا:

روانه وضعه د پردۍ توطیې زیږنده ده

کابل ټکی کام:

نه صیبه! د خپل بام واورې باید د نورو پر بام وانه چوو،  دا زمونږ خپله کمزوري ده، د بل کوم هیواد لپاره ولې پردۍ توطیی وضعه نه شي خراپولی؟

سرخط:

که طالبان هر څه وکړی پخوانی ځواک ته نشي رسیدلی، ځکه چې ترمنځ یې اختلافات ژور شوي دي.

کابل ټکی کام:

خو دومره ژور هم نه دي لکه د ډاکټر غنی او ډاکټر عبدالله تر مینځ!

ویسا:

په دې وروستیو کې یو ځل بیا هېواد پر ماتم کده بدل شو.

کابل ټکی کام:

دا ماتم کده خو د کمونستانو له کودتاه راهیسی ادامه لري.

نیویارک ټایمز:

د کانونو ناقانونه کيندنې د افغانستان تباهۍ ته لاره هواروي.

کابل ټکی کام:

دا کوم انصاف دی چې بهرنيان دې خپلسري کیندنو ته دوام ورکوي نو هیڅ خبره نشته خو که کوم افغان دا کار وکړي نو هیا هوی جوړیږي!!

ویسا:

له پلخمري نه کابل ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام:

بس ملی حکومت د ځان غم وخوړ نور ملت دې در په در ګرځي.

جامعه باز:

له سلما وروسته حکومت یو بل ګټور ګام واخېست او هغه دا چې د کجکی بند د پراختیا تړون یې تېره ورځ له یوې ترکی کمپنۍ سره لاسلیک کړ.

کابل ټکی کام:

ګام چا اخیستی او نوم د چا اوچت اوچت کیږي.

ویسا: ولسمشر په لوی لاس د هلمند ولایت له اصلي وضعیت څخه ناخبره ساتل کېږي.

کابل ټکی کام:

چې داسې ونه کړي نو د خیالي سرتیرو معاشاتو ته خطره پیدا کیږي.

د تهران ورځپاڼه:

یاد ساتئ چې د امریکې د کانګرس د غړو په توګه تاسو یو نړیوال قدرت نه یئ.!.د ایران خارجه وزارت د امریکې نمایندګانو ته په خطاب کښې.

کابل ټکی کام:

نو بیا ولې د امریکا په مکمله مرسته په سوریه او عراق کې خپله جګړه پر مخ بیایئ؟؟؟

ویسا:

همدغه وحشتونه به نور هم زور واخلي!

کابل ټکی کام:

تر څو پورې چې واک د وحشي صفته انسانانو په لاس کې وي نو دا یوه طبعي خبره ده.

اصلاح ملی:

د ولسي جرګې د غړي شېرولي وردګ فاتحه په کابل کې واخیستل شوه

کابل ټکی کام:

ځکه چې په وردګو کې طالبان دي!!.

ویسا:

جعل، اختلاس و زورگویی امر معمول در وزارت صحت عامه است

کابل ټکی کام:

این معمول حاوی تمام کشور شده است نه تنها وزارت صحت عامه.

هیواد:

از نیروهای امنیتی در ولایت های فاریاب، جوزجان، تخار و کندز استفادۀ سیاسی می‌شود

کابل ټکی کام:

این خو کدام خبر تازه نیست آقا!

ویسا:

د کجکي برېښنا بند د پراختیا هوکړه له ترکي – امریکایي شرکت سره لاسلیک شوه

کابل ټکی کام:

ځه ښه شو که یو کار هندو وکړو دا بل خو به نیمه مسلمان (ترکی- امریکایی) وکړي.

هیواد:

در ۵ ماه گذشته بیش از ۶ هزار مهاجر افغان از پاکستان باز گشته اند

کابل ټکی کام:

اصلا هغوی خبر نه دي چې افغانستان د زورورو لپاره جنت او د بیچاره ګانو لپاره اوس هم دوزخ دی.

تهران ورځپاڼه:

داعش په عراق او سوریه کښې د مقاومت د جبهې تر دباو لاندې دی.

کابل ټکی کام:

د مقاومت د جبهې که د نړیوال ائتلاف؟ که نړیوال ائتلاف له جګړې نه لاس واخلي بیا به د مقاومت جبهه وګورې چې په کومه سوړه ننوځي.

ویسا:

له ايران سره د اوبو د وېش ژمنې د څه لپاره؟

کابل ټکی کام:

د ایراني خیرات د ترلاسه کولو لپاره.

اطلاعات:

عزت، قدرت، سوکالتیا، لوړتیا او روحی آرامښت په قرآن کریم باندې په عمل سره ترلاسه کیږی. خامنه ای.

کابل ټکی کام: خبره خو دی ښه ده خو مشکل په دې کې دی چې تاسې قرآن تحریفوئ؟

ویسا:

د پاكستاني واكمنو ناسم سياست تر ټولو دمخه ددوی پر زيان دى.

کابل ټکی کام:

نو بیا د هغوی پر زیان ولې خپه یاست؟

انیس:

د کجکی بند د دویم پړاو کار سره به د بریښنا له تولید پرته په دې بند کې د ځمکو د خړوبولو لپاره هم ډیرې اوبه زیرمه شی.

کابل ټکی کام:

خو که د ملي حکومت د اختلافاتو ښکار نشي.

ویسا:

ولسمشر يوازې له پوځي قرارګاه لیدنه کړې، قومي مشران په هليكوپټرو کې ورته راغلي وو.په ملي شورا کې د هلمند استازي.

کابل ټکی کام:

چې خلک اوس هم نه پوهیږي نو خدای دې یې پوه کړي.

کابل پوسټ:

په روژه کې ولې اوربند ونه شو؟

کابل ټکی کام:

ځکه چې طالب جنګیالي په روژه کې د جهاد کولو اجر لس چنده ګڼي.

ویسا:

پاکستان دې له ګاونډیانو سره د دوستۍ نسخه هم و ازمایي

کابل ټکی کام:

په کابل کې خو ځینې بسونه ګرځې چې پرې لیکل شوي دي ( پاک افغان دوستي دوام لري). نور نو څه وکړي!؟

ویسا:

د سلما بند؛ د غني وياړ كه د كرزي او داودخان!

کابل ټکی کام:

له هندو نه په سوال کولو  کې به څه ویاړ وی؟ ویاړ هغه وي چې دوی چاته بند جوړ کړی وای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button