عراق: پلازمینه بغداد کې غبرګو چاودنو، سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۲۰غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د عراق د پلازمینې بغداد په ختیځ کې غبرګو چاودنو، شاوخوا سلو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې چې په پرلپسې توګه سمدلاسه رامنځته شوې، یوه یې د بغداد د ختیځ د تاجي سیمې په عسکري هډه کې، او بله یې د الجدید شیعه مېشتو سیمې په یوه بازار کې ترسره شوي دي.

د بغداد امنیتي سرچینو ویلي دي، چې دواړه بریدونه د موټر په مټ ترسره شوي دي.

لومړني معلومات ښيي، چې په دواړو بریدونو کې شاوخوا ۲۲ کسان وژل شوي دي، او څه د پاسه ۷۰ کسان ټپيان دي.

امنیتي سرچینو ویلي دي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د دغو بریدونو مسئولیت تراوسه پورې چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې دې ته ورته بریدونه د داعش ډلې له لورې شوي وو.

 

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button