پلازمینه کابل کې یوه هندۍ مېرمن تښتول شوې ده

کابل ټکی کام ۲۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره شپه په پلازمینه کابل کې د نا معلومو کسانو له خوا یوه هندۍ مېرمن وتښتول شوه، چې د خوشي کېدو په اړه یې هڅې روانې دي.
خبري رسنیو ویلي دي، دغه هندۍ مېرمن چې جودیت دیسواز نومېږي، ۴۰ کاله عمر لري، او د اغا خان بنسټ کارکوونکې ده، نن د پلازمینې کابل څخه تښتول شوې ده.
اغا خان بنسټ هم د دغې مېرمنې تښتول تأیید کړي دي، او ویلي یې دي، چې د ژغورنې لپاره یې له افغان حکومت سره یو ځای کار پیل کړی دی.
د تښتول شوې مېرمنې خور اګنس دیسوزا په خپله ټویټر پاڼه کې د هند له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي دي، چې د دې د خور په خلاصون کې دې مرسته وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د اګنس دیسوزا د غوښتنې په ځواب کې ویلي دي، چې «ستا د خور په خلاصون کې به تر خپلې وسې پورې همکاري وکړو.»
هندي رسنیو لیکلي دي، دیسوزا له تېر یوه کال راهیسې په کابل کې د اغا خان بنسټ سره دنده ترسره کوله، چې تېره شپه د کابل ښار په تایمنیو سیمه کې وتښتول شوه.
د یادولو ده، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې هم یو هندی الیکسس پرم کما په هرات ولایت کې اختطاف شوی وو، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په فبرورې میاشت کې خوشي شوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button