عزیر اسد خیل
وایی یو جاله وان به تل په سیند کې پر خپله جوړه کړې جالې (کوچنۍ کښتۍ) ناست و او د ماهیانو ښکار پسې به یې تپ او تالاش کاوه، په ضمن کې به یې د سیند نه په اخوا او دیخوا کلیو باندې ژور نظر ساتلو، چې په کوم کلي کې یې به د خلکو ګڼه ګوڼه تر سترګو شوه نو د خپلې جالې مخه به یې همغې کلي خواته وروګرځوله، جاله به یې د سیند غاړې ته وتړله او خپله به راکوز او د ګڼې ګوڼې خواته به یې ځان ورساوه، هلته به حتما یا د واده یا د کوم بل ختم او خیرات مراسم وو، نو په ډکه ګیډه به یې ډوډۍ وخوړه او بیرته به پر خپله جاله سپور او د ماهیانو ښکار پسې رهي شو.
یوه ورځ په همداسې مراسمو کې د ګډون پر مهال ورنه یوه سړي د پیژنګلوۍ په خاطر پوښتنه وکړه، چې تاسې څوک او د کوم ځای نه راغلي یاست او د دې خیرات یا واده والا سره مو څه تړاو دی، چې تاسې یې رابللي یاست؟ جاله وان ورته په ځواب کې وویل چې هیڅوک نه پیژنم او نه مې دلته څوک پیژني بس دې ډوډۍ کې به زما قسمت و، نو زه قسمت راوستی یم!!!.
سړي لږ څه فکر وکړو بیا ورته مخ کړ، چې ځوانه! تر څو پورې چې له تاسره دا جاله وي نو قسمت قسمت دی!!!
اوس پوښتنه داده چې امریکا ولې د افغانستان سره دومره دلچسپي لرې، چې دنړۍ له هاغه سر نه له بشري طاقت او پیسو او وسلو سره راغلې ده او دلته په دې خړ پړ افغانستان کې، چې جنګونو هم ځپلی دی، ځان يې د جنګ جګړې سره لاس او ګریوان کړی دی. ایا د افغانستان سره کومې مشترکې منافع لري؟ که نه پر افغانستان یې له کومې وجهې زړه دردیږي، او که له افغانستان سره کوم دیني او مذهبي همغږي لري او که کوم نور ابعاد دي؟
حقیقت دا دی، چې امریکا له افغانستان سره دا یو هم نه لري، که په دې هکله هر څومره ادعاګانې وکړای شي او هر څومره دلایل وړاندې کړل شي ټول د خلکو تیر ایستل دي او دا چې امریکا افغانستان ته د القاعده یا طالبانو یا ترهګرۍ د ځپلو پسې راغلې ده نو دا هم په هیڅ منطق د منلو وړ ځکه نه ده، چې څه عیان وي نو هلته بیا څه حاجت د بیان وي؟.
له ډیرې مودې نه دا اوازې خپرې وې، چې امریکایان د افغانستان معادن باسي او په غلا یې خپل هیواد ته انتقالوي ،خو هیچا پرې غوږونه نه ګرول، خو اوس لیدل کیږي چې ورو ورو دغه اوازې د حقیقت جامه اغوندي.
خبر دی، چې امریکاد افغانستان پر معادنو ډیر په تیزۍ سره چور او تالان ګډ کړی، امریکا د افغانستان له معادنو ځنې قیمتي یورانیم باسي او د باربري سترو الوتکو په واسطه یې خپل هیواد ته انتقالوي، په ولسي شورا کې د هلمند استازو په ډاګیزه توګه اعلان کړې ده، چې داسې اسناد په لاس کې لري چې امریکایان په دې قاچاق کې بوخت دي. استازي وایي چې د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې امریکایانو د معادنو شاوخواته پوستې جوړې کړي دي او د الوتکو د کیناستو لپاره یې په څنګ کې ورسره هوایی ډګر هم جوړ کړی دی او شپه او ورځ د معادنو په راویستلو او انتقالولو بوخت دي، دغه استازي وایي، امریکا چې د افغانستان سره د کومک په نوم څومره سرمایه مصرفوي د هغې سل چنده بیرته د دغو معادنو په واسطه لاسته راوړي، امریکایان خاص د افغانستان د اقتصاد او معادنو د چور او تالان لپاره افغانستان ته راغلی دي.
افغانستان پر قیمتي ډبرو او فلزاتو برسیره نور ډیر غني معادن هم لري، چې له جملې نه یې یورانیم ډیر په پریمانه پیمانه موندل کیږي او د څو کلونو راهیسې د پردیو لخوا په غیر قانوني ډول استخراج او چور او تالان کیږي.
ویل کیږي، چې لس کاله مخکې د دغه چور او تالان کچه د اوسنیو لسو کلونو په پرتله ټیټه وه.
د هلمند استازي وايي، چې کم تر کمه د افغانستان خلک باید په دې وپوهیږي چې دغه معادن څوک او د څه لپاره استخراجوي او ګته یې چاته رسیږي؟؟؟
په داسې حال کې چې هلمند د غني معادنو پر درلودلو برسیره د کوکنارو د کر تر ټولو مهم ولایت هم دی، نو ځکه د امریکا مافیایی ډلې د معادنو د غلا او د مخدره موادو د قاچاق لپاره د هلمند سره ځانګړې دلچسپی او جذابیت لري.
ویل کیږي چې امریکایي مافیاله دغه ولایت نه په میاشت کې نږدې لس ملیارده عاید ترلاسه کوي، د هلمند د استازو د دې ادعا په اړه تر اوسه امریکا چوپه خوله ده او څه عکس العمل نه ښئي، نو ځکه د هلمند استازو له حکومت نه غوښتنه کړې ده، چې د دغې ملي غمجنې پیښې د پلټنې لپاره دې یو حقیقت موندونکی پلاوی وټاکې تر څو د دغې چور او تالان په هکله ټول ابعاد وڅیړي او د افغانستان خلک په جریان کې واچوي.
نو ویلای شو چې امریکا د همغه جاله وان په شان په ښکاره د القاعده، طالبانو او ترهګرو ښکار پسې ګرځي، خو په اصل کې د افغانستان پر پرتو خیراتونو اخوا دیخوا نظر اچوي او چې هر ځای کې په سترګو ورشي نو په ډیرې تیزۍ سره ځان ور رسوي، استخراجوي یې او خپل هیواد ته یې انتقالوي، ځکه چې امریکا دې معادنو پسې قسمت تراوستې!!!
او چې تر څو پورې له امریکا سره دا زر زور او تزویر وي نو قسمت قسمت دی!!!

















