ځواکمن طالب
لومړی ګړی
دورځې لومړی برخه- دسهار له لمانځه وروسته
امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (الاذکار) کې ويلي دي: په دې ځان پوه کړه چې په ورځ کې د ذکر کولو لپاره ترټولو ارزښتمن وخت دسهار له لمانځه وروسته وخت دی.
ترمذي له انس رضی الله عنه څخه روايت کړی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چا چې دسهار لمونځ په جماعت سره ادا کړ بيا دالله ذکر ته کښيناست تردې چې لمر راوخوت، بيا يې دوه رکعته نفل لمونځ ادا کړ هغه ته به ديوه حج او يوې عمرې پوره پوره اجر ورکول کيږي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به چې کله دسهار لمونځ ادا کړ په خپل ځای به کښيناست تردې چې لمر به ښه ښايسته راپورته شو.
فقهاؤ دالله جل جلاله په ذکر باندې د دغې ګړی د ډکولو په استحباب تصريحات کړي ، په يوه حديث کې راځي (ای الله ! ته زما امت ته دسهار په وختونو کې برکت واچوه.)
ځکه خو دسهار له لمانځه وروسته خوب کول مکروه دي ځکه دا هغه وخت دی چې پکې رزق ويشل کيږي نو بناء خوب او غفلت کول پکې نه دي پکار بلکه په ذکر، دعا او دقرآن په تلاوت يې ډکول پکار دي، په ځانګړې توګه په رمضان المبارک کې ځکه په روژه کې ددغه وخت ارزښت نور هم زياتيږي او ثوابونو په څو چنده کيږي.
دوهمه ګړی
د ورځې وروستی برخه ـ له لمر ډوبيدلو وړاندې
دغه قيمتي ګړی متاسفانه له ډيرو روژتيانو څخه ضائع کيږي، ځکه ډير خلک په دغه وخت کې د روژه ماتي په تيارولو مصروفيږي، او په دې توګه ترې دغه ارزښتمنه ګړی له لاسه ووځي، څوک چې داجر حريص وي دهغه لپاره دا ارزښتمن او قيمتي وخت دی، دا د دعا او له الله تعالی څخه دسوال کولو لپاره غوره وخت دی، دا دعا قبليدو وخت دی.
په يوه حديث کې راځي : درې دعاوې قبولې دي: دروژه دار دعا، دمظلوم دعا، او دمسافر دعا. دا حديث ترمذي روايت کړی.
سلفو صالحينو به د ورځې له اول څخه د ورځې دآخر ډير قدر کاوه، ځکه دا دورځې خاتمه ده.
الله جل جلاله موږ دقرآن کريم په ګڼ شمير آيتونو کې ددغو ددوو ګړيو څخه استفادې کولو ته رابللي يو، الله تعالی فرمايې:
وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا وَمِنْ آنَاء اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَى }طه130
او الله تعالی فرمايې : وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ }ق39
نو موږ ته پکار ده چې په رمضان کې دغه قيمتي او روحاني ګړی غنيمت وګڼو، له الله تعالی سره پکې خپل رابطه غښتلې کړو، په دغو وختونو کې تسبيح، تهليل استغفار، درود شريف اذکار الصباح والمساء او داسې نور اذکار وکړو.
حسن بصري رحمه الله فرمايلي دي :
دنيا درې ورځې ژوندون دی، پرون تېره شوه، سبا کيدای شي ونه موندې، نن ورځ دې په لاس کې ده نيک عمل پکې وکړه.
ددنيا درې ورځې ژوندن دی
پرون راغلو نن دلې سبا به ځونه
بختور دي هغه کسان چې الله تعالی ورته له دغو وختونو څخه داستفادې کولو توفيق ورکړي

















