داعش سره په نښته کې د هسكې مېنې د امنيه قومندان په ګډون ۶ عسکر وژل شوي

کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۲ زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د هسکې مینې د ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د داعش وسله والو د ډله ییز برید پرمهال د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی.

امنیتي چارواکي وایي، بیګا د  شپې دوه بجې داعش وسله والو دهسکې مینې د ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ برید وکړ، چې سخته نښته رامنځته شوه، چارواکي زیاتوي چې په نښته کې د یادې ولسوالۍ امنیه قومندان شاه محمود په ګډون پنځه نور عسکر هم وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي رسنیو ته وويل، د هسكې مېنې پر امنيه قومندانۍ بيګاني بريد كې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او ۷ نور وسله وال يې ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی وایي، په نښته کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د امنیه قومندان شاه محمود په ګډون پنځه افغان سرتېرې هم وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي چې سیمې ته نور مرستندویه ځوکونه رسیدلي.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button