پر تورخم بیا د افغاني او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده

کابل ټکی کام ۲۴ غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تازه خبرونه وایي، چې نن شپه ۹:۳۰ بجې پر تورخم د افغاني او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه ونښته، چې اوس هم په شدت سره دوام لري.
په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو رئیس ښاغلي ارکان محمد ایوب حسین خېل وایي، چې لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو باندې برید وشو، چې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه ونښته.
ده وویل، چې جګړه اوس هم په شدت سره دوام لري.
حسین خېل وایي، چې د جګړې له امله تلفات هم اوښتي دي، خو کره شمېره يې نه ده په ګوته شوې.
ده خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ځواکونه به د سر په بدل کې خپله خاوره ساتي.
نا تأیید شوي راپورونه وایي، چې افغان ځواکونو له پاکستاني ځواکونو څخه یوه پوسته هم نیولې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button