د امریکا پر نایټ کلب برید د یوه افغاني له لورې شوی دی

کابل ټکی کام ۲۴غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د یکشنبې په ګهیځ وختي د امریکا په فلوریډا ایالت کې د اورلنډو ښار د همجنسبازانو په یوه شپني نڅا کلب کې د برید له کبله ۵۰ کسان وژل شوي دي، او ۵۳ نور ټپيان دي.
دغه بریدګر چې په خټه افغانی وو، مور او پلار یې امریکا کې اوسیږي، او دی خپله هم په نیویارک کې زېږېدلی وو.
دغه بریدګر چې عمر متین نومېدو، ۲۹ کلن وو.
ویل کیږي، چې له عمر متین سره ټوپک، لاسي بمونه او نور وسایل هم موجود وو.
پولیس وایي، چې بریدګر یې وژلی دی، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
عمر متین د برید پر مهال یو شمېر کسان برمته کړي هم وو.
دغه برید په امریکا کې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې ستره امنیتي او خونړۍ پېښه بلل شوې ده.
امریکایي ولسمشر اوباما دغه برید یو «ترهګریز او له کرکې ډک عمل» بللی دی، او دا برید یې پر یو څو امریکایانو نه، بلکې پر ټوله امریکا بللی دی.
«نن د ټولي امریکا خو په ځانګړي ډول زموږ د ملګرو همجنسبازانو لپاره بده او غمړلې ورځ ده.»
اوباما په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږې وښوده، او ویې ویل، چې باید ټول د خپل هېواد د ساتلو لپاره لاسونه سره ورکړو.



