کابل ټکی کام۱۳۹۵غبرګولی۲۵ زرغون خوږیاڼی
طالبانو د روزگان ولایت دچهارچینو ولسوالۍ، امنیه قومندانی او۲ نورو امنتي پوستو د نیولو خبر ورکړي.
تیر ماښام ناوخته طالبانو د چهارچینو په ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ برید کړی، چې د دواړو لوریو سره سخته نښته رامنځته شوه او جګړې څو ساعته دوام وکړ، په پایله کې ولسوالۍ طالبانو په بشپړه توګه نیولې ده .
طالبانو د ولسوالۍ د نیولو دعوه کړې او کابل ټکی کام ته یې په رالیږلې خبر پاڼه کې ویلي، چې د چهارچینو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ۲ امنیتي پوستې یې نیولي او اوس مهال د طالبانو په ولکه کې دي.
طالبان په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې په یاده جګړه کې يې ۵۳امنیتي عسکر او پولیس وژلي، چی جسدونه یې اوس هم په ولسوالۍ کې پاتې دي او د خپلو څلورو ملګرو د وژنې خبر هم ورکوي چې په یاده جګړه کې وژل شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خبر پاڼه کې لیکلي، چې په دې جګړه کې يې ۵۵ میله سپکه او درنه وسله او یو زیات شمېر مرمۍ او مهمات غنیمت کړي دي، ۷ رینجر موټر او ۲ شوبلې سوځيدلي او د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړه توګه تخریب شوی.
طالبانو ویلي دي چې په دې جګړه کې ددوی ۴ ملګري هم شهیدان شوي دي.
د روزګان د ولیتي شورا رئیس عبدالکریم خادمزي منلې، چې یادې ولسوالۍ سقوط کړی.
خادمزی زیاتوي، چې طالبانو د چهارچينو ولسوالۍ پر مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستو ډلهييز بريدونه پيل کړل او له څو ساعته جګړې وروسته يې د ولسوالۍ مرکز ونيو.
نورو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې مخکې هم د روزګان ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلانو وېره څرګنده کړې وه، چې روزګان د سقوط په درشل کې دی او که مرکزي حکومت د دغه ولايت دفاع او امنيت ته بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو طالبان به په لنډه موده کې دغه ولايت ونیسي.


















