اوباما وايي، د عمر متین په اړه داسې څرګند دلیل نشته، چې ګواکي د برید لارښوونې یې د داعش ډلې څخه ترلاسه کړې وي

کابل ټکی کام ۲۵غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر اوباما ویلي دي، چې د عمر متین په اړه داسې څرګند دلیل نشته، چې نوموړي ته دې د برید لارښوونې داعش ډلې ورکړې وي.
اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې ښايي عمر متین د انټرنېټ له سخت دریځو معلوماتو څخه اغېزمن شوی وي.
«د عمر متین دغه برید د یوه لوی برید د پلان کومه برخه نه ده.»
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ ویلي دي، ټاکل شوې ده، چې اوباما به د پنجشنبې په ورځ د یکشنبې د برید ځای ته ورشي.
تېره یکشنبه د امریکا د فلوریډا ایالت د اورلنډو ښار په یوه فحاش خونه باندې د یوه ځوان له خوا برید وشو، چې په پایله کې یې ۵۰ کسان ووژل شول، او ۵۳ نور ټپيان شول.
امریکایي چارواکو د دغه بریدګر نوم عمر متین یاد کړی دی، او ویلي یې دي، چې نوموړی افغانی وو.
د اورلنډو سیمه ییز روغتیایي مرکز ویلي دي، چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی، او د پنځو کسانو حالت ډېر خطرناک دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button