کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۵زرغون خوږیاڼی
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، چې د تورخم په جګړه کې ټپي شوي عسکر د پېښور په یوه روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
وژل شوی عسکر علي جواد جنګیزی نومیږي، چې تېره ورځ د ډیورنډ په فرضي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه کې ټپي شوی و، نن د ټپونو له امله ساه ورکړې.
پاکستاني سرچېنې وايي، چې نوموړي د پېښور په یوه روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
همدا رنګه د ډان نیوز پاکستاني رسنۍ دا هم ویلي، چې په یاده جګړه کې ۱۰ پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي، چې د دغو له جملې څخه د یو بل پاکستاني افسر عامر حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې جګړه کې افغان لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او افغان امنیتي سرچینو تائيد کړې، چې په یاده جګړه کې ۱ سرحدي پولیس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


















