کابل ټکی کام ۲۶غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پاکستاني ځواکونو په تورخم کې د تأسیساتو پر جوړلو سربېره د پکتیا پټان ولسوالۍ کې هم د تأسیساتو پر جوړولو پیل کړی دی.
د سیمې قومي مشرانو رسنیو ته د پاکستاني ځواکونو پر دغه عمل سخته اندېښنه ښودلې ده، او ویلي یې دي، چې د دغو تأسیساتو د جوړولو کار له تېرو څو ورځو راهیسې د دغې ولسوالۍ په بڼوکي سیمه کې پیل شوی دی.
یوه قومي مشر حاجي مامور رسنیو ته وویل، چې مونږ د پولې د هغې غاړې له قومي مشرانو سره پر خبرو بوخت یو، تر څو دغه مسأله د خبرو له لارې حل کړو.
«له تېرو څلورو ورځو راهیسې، پاکستاني ځواکونو په بڼوکي سیمه کې جرونه وهلي او د تاسیساتو پر جوړولو یې پېل کړی، موږ په دې اړه له پولې هاخوا له قومي مشرانو سره پر جرګو بوخت یو، څو دغه ستونزه د خبرو له لارې حل شي.»
له بلې خوا د پکتیا د والي ویاند نقیب اتل په سیمه کې د تأسیساتو جوړول ردوي، خو تأییدوي، چې پاکستانۍ ملېشو په فرضي پوله کې د دغې سرحدي ولسوالۍ لارې تړلي دي.
نوموړي هم د دغې مسألې حل د خبرو لاره وښوده، او زیاته یې کړه، چې پکتیا د جرګو ولایت دی، قومي مشران د دغې مسألې د حل په هڅه کې دي.


















