عراقي ځواکونو د فلوجې ښاروالۍ بېرته له داعش ډلې نیولې

کابل ټکی کام ۲۸غبرګولي/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
عراقي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د فلوجې ښاروالۍ له داعش ډلې څخه بېرته نیولې ده.
یو شمېر نړیوالو رسنیو ته د عراقي ځواکونو یوه قومندان جنرال عبدالوهاب الساعدی ویلي دي، چې د دوی د ځواکونو له خوا د پیل شویو عملیاتو په پایله کې د فلوجې ښاروالۍ د داعش ډلې له لاسه اېستلې، او د دوی په ولکه کې راغلې ده.
د عراق د پوځ له لورې هم په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دا مهال د عراق ملي بیرغ د فلوجې د ښاروالۍ پر ودانۍ رپيږي.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ځواکونو یې د فلوجې ښار د نورو برخو د بېرته نیولو لپاره عملیاتو ته زور ورکړی دی، چې دا مهال یې د دغه ښار په ختیځو سیمو کې پرمختګ کړی دی.
د عراقي ځواکونو له لورې د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فلوجې د ښاروالۍ د بېرته نیولو لپاره د تېرې مۍ میاشتې پر ۲۲مه نېټه عملیات پیل شوي دي، چې دا مهال عراقي ځواکونو د دغه ښار په نورو برخو کې پرمختګ کړی دی.
د یادولو ده، دغه ښار پلازمینې بغدا ته نږدې ۵۰ کیلو متره لیرې لوېدیځ کې پروت دی، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د داعش ډلې په لاس کې ده.



