د روزګان چهارچینو کې طالبانو ۹ تنه عسکر او پولیس اسیران کړي

کابل ټکی کام ۳۰غبرګولي/۱۳۹۵. احمدالله مهاجر

د روزګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې طالبانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه عسکر او پولیس اسیران کړي دي.

له روزګان ولایت څخه خبري منابعو ویلي دي، چې بېګاه شپه د دغه ولایت د چهاچینو ولسوالۍ اړوند په خود سیمه کې طالبانو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه عسکر او پولیس اسیران کړي دي.

خبر وایي، دغه عسکر او پولیس له خپلې قرارګاه څخه د کجران په لوري د تېښتې پر مهال ژوندي نیول شوي دي.

د روزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ څو ورځې وړاندې د طالبانو په لاس سقوط وکړ، چې دا مهال یې یوازې پي آر ټي د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې ده.

د یادولو ده، په پي آر ټي کې د طالبانو له لورې پر افغان ځواکونو د محاصرې کړۍ ورځ تر بلې د تنګېدو په حال کې ده، چې افغان ځواکونو خپل مورال له لاسه ورکړی دی، او له دغې پي ار ټي څخه د کجران پر لور د تېښتې په حال کې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button