کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۳۱ زرغون خوږیاڼی
نن سهار ۶ بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د بنایي په سیمه کې د نیپالي ګاردانو پر کاستر ډوله موټر سرتیری برید ترسره شوی دی، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.
امنیتي چارواکو پېښه تائید کړې؛ خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه څه نه دي ویلي.
عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې سرتیري بریدګر د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان حمله کړې ده، چې د پېښې په ځای کې یې څو امبولانسونه لیدلي، خو سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


















