اسحاق ډار: پاکستانیان دې د دالو پر ځای د چرګ غوښه وخوري

کابل ټکی کام ۳۰غبرګولي/۱۳۹۵، هلال خاورې

د پاکستان د اقتصاد وزیر پاکستانیانو  ته لارښوونه کړې ده، تر څو د دالو پر ځای چې قېمتونه یې لوړ دي؛ د ښکته بیې چرګان وخوري.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ په یوه پروګرام کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېدو، نوموړي وویل:

«خپلو پلویانو ته ووایاست، که چېرې دال ماش ګران وي، او کیلو یې په ۲۶۰ کلدارې وي، نو پر ځای دې چرګان وخوري، چې کیلو یې په ۲۰۰ کلدارې ده.»

د پاکستان په اسمبلۍ کې مخالف ګوند د دالو د قېمتو د لوړوالي پر سر خبره راپورته کړې وه، چې نوموړي یې په اړه ځوابي وینا وکړه.

پاکستاني ټویټر کاروونکو د خپل اقتصاد د وزیر دغه څرګندونې غندلې ده.

خالد عزیز په خپله ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي:

«د اسحاق ډار دا وینا له هغه مثال سره ښه ورته والی لري، چې وايي، که ډوډۍ ګرانه وي، کېک وخوره!»

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button