خالقیار احمدزی
زړګیه اې د زړه دسر صنمه شم درځار .
په مینه غیږه را کړه چې بیغمه شم درځار .
جانانه نن دوصل بوراګانې وې راغلې
.ښکلا دې شوه څو چنده له شبنمه شم درځار .
د تورو سترګو یاره نور بې دریغه مه راګوره .
وینا دې په غصه کې شي له غمه شم درځار.
.هغه دې خپله ورشي،په قدر یې پوهیږي.
چې ژبه تلولۍ شی وای درځمه شم درځار.
د هغه په یادونو خالقیاره غزل لیکم .
د زړه له کومې ستایم دې قلمه شم درځار


















