حکمت کرزي او چوهدري د ستونزو د حل لپاره پر یوه ګډ میکانیزم سلا وکړه

کابل ټکی کام ۳۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ښاغلي حکمت کرزي او د پاکستاني چارواکو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر یوه ګډ میکانیزم سلا شوې ده، خو تر اوسه پورې د هېواد مشرانو یې تأیید نه دی کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې د وزارت معین کرزي او یو شمېر نورو چارواکو د پاکستان د بهرنیو چارو له معین اعزار چوهدري سره په تورخم کې د ستونزو د حل او یو لړ نورو مسایلو پر سر خبرې اترې وکړې.
د افغان پلاوي مشر همدا راز د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار سرتاج عزیز سره هم کتلي دي.
له حکمت کرزي سره په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زاخېلوال او نورو چارواکو د خبرو پر مهال ملتیا کړې وه.
اعلامیه کاږي:
«ښاغلي کرزي له معین چوهدري سره په خبرو کې د انګور اډه، غلام خان او د خواجه خدر غره د تاسیساتو او د تلاشۍ د پوستو د جوړولو په ګډون د افغانستان په خاوره کې بیلابیلې سرغړونې مطرح کړې. همدغه راز د افغانستان په کلیو بانډو د پاکستان د پرلپسې او بې موجبه بریدونو په اړه یي هم کلک اعتراض وکړ.»
اعلامیې لیکلي دي، چې دواړو خواوو په دوستانه فضا کې خبرې اترې وکړې، او دواړو خواوو د ستونزو د حل لپاره د یو ګډ میکانیزم پر جوړولو سلا وکړه.
د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا د دغه میکانیزم له تأیید وروسته به پر دغه میکانیزم عملاً کار پیل شي.
اعلامیه وایي، چې د خبرو جزئیات به د دواړو هېوادونو مشرانو ته وړاندې شي، او د جمعې او پنجشنبې په ورځو کې به د تاشکند په شانګهای غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار تر منځ پرې خبرې وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button