کابل ټکی کام ۳۱غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د ولسي جرګې له لورې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره ټاکل شویو نوماندانو ته د تأیید او رد رأیې واچول شوې.
ښاغلي معصوم ستانکزي له ولسي جرګې څخه د ۱۶۱ رایو په ترلاسه کولو، د ملي امنیت ریاست خپل کړ.
نوموړي ۱۶۱ تأیید رایې، ۴۱ رد رایې او ۱۵ باطلې رایې ترلاسه کړې.
همدا راز جنرال عبدالله خان له ولسي جرګې څخه د ۱۶۷ رايو په ترلاسه کولو، د ملي دفاع وزارت خپل کړ.
نوموړي له ولسي جرګې څخه ۱۶۷ تأیید رایې، ۳۹ رایې ترلاسه کړې.
د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۲۴ وکیلانو حضور درلود، چې دواړو نوماندانو ۱۱۳ باور رایو ته اړتیا درلودله.
معصوم ستانکزي د تېر کال راهیسې د روان کال تر غوایي میاشتې پورې د دفاع وزارت سرپرست وو.
معصوم ستانکزی تېر کال د ولسمشر غني له لورې ملي دفاع وزارت ته ونومول شو، مګر دغه وزارت ته یې د وکیلانو باور رایې ترلاسه نه شوای کړای.
ستانکزی له دې نوې ور په غاړه شوې دندې څخه وړاندې د دفاع وزارت د سرپرست او د سولې شورا د دارلانشاء د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
عبدالله حبیبي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د دفاع وزارت په بېلابېلو پوسټونو کې کار کړی وو، ولسمشر غني دغه وزارت ته وړ کس وبالو، او ولسي جرګې ته یې ور وپېژندلو.
ده ولسي جرګې ته د خپلې کاري تګلارې په وړاندې کولو سره د وکیلانو باور رایې وګټلې.
د یادولو ده، چې د جون میاشتې په اتمه نېته د ولسمشر غني د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د ملي دفاع وزارت لپاره عبدالله حبیبي او د ملي امنیت ادارې لپاره یې معصوم ستانکزی ولسي جرګې ته ور معرفي کړ، او ولسمشر غني د حکم د متن په لوستلو سره یې له ولسي جرګې څخه دوی ته د باور رایه غوښتنه وکړه.
















