۱۹ کلن مایکل سټیون سنډفورډ: «غوښتل مې چې ډونالډ ټرمپ ووژنم»

کابل ټکی کام ۰۱چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
له ۱۹ کلن برېتانوی مایکل سټیون سنډفورډ څخه په شویو تحقیقاتو کې راغلي دي، چې غوښتل یې تر څو ډونالډ ټرمپ ووژني.
د امریکا ځانګړو ځواکونو چې د ولمسشر او ولسمشرۍ ته د نوماندانو د خوندیتوب دندې پر غاړه لري، رسنیو ته ویلي دي، چې د امریکا په لاس وګاس ایالت کې مایکل سټیون سنډفورډ غوښتل تر څو پر ډونالډ ټرمپ ډزې وکړي.
کله چې نوموړي پر ډونالډ ټرمپ د ډزو هڅه وکړه، پولیسو ونیوو، او ترې تحقیقات يې پیل کړل.
له ده څخه په شویو تحقیقاتو کې راغلي دي، چې له بریتانیا څخه د موټر لایسنس لري، او یو نیم کال یې په امریکا کې ژوند کړی دی.
پولیسو ویلي دي:
«مایکل د شنبې په ورځ په ټریژر اېلېنډ کاسینو کې د ټرمپ غونډې ته ولاړو، او د پولیسو د یوه مامور ته ورنږدې شو، او د تومانچې د غلا کولو هڅه یې وکړه، او ویې ویل، چې د جمهوري غوښتونکي کاندید لاسلیک اخلي.»
مایکل پولیسو ته ویلي دي، چې له یوه کال راهیسې د ډونالډ ټرمپ د وژنې په هڅه کې دی، خو دا مهال یې د دغې پرېکړې د ترسره کولو لازم باور موندلی دی.
د محکمې له لورې په خپرو شویو اسنادو کې راغلي دي، چې ده هېڅکله هم ډز نه دی کړی.
اسناد وایي، چې مایکل د جون په ۱۷مه نېټه د ډزو کولو د تمرین لپاره په لاس وګاس کې یوه مرکز ته تللی وو.
په اسنادو کې له مایکل څخه په شویو تحقیقاتو کې راغلي دي: «پوهېدم چې دوه یا درې مرمۍ به فیر کړم، او د ځان وژنې تمه مې هم وه.»
د یادولو ده، ډونالډ ټرمپ د امریکا په نوماندانو کې ستر جنجالي او د اسلام سرسخته دښمن دی، چې د خپلې کم عقلۍ څخه په امریکا کې یو شمېر چارواکي هم ورسره خلاف دي.



