کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۱ زرغون خوږیاڼی
په تورخم کې د راولاړې لانجې د حل په موخه د پاکستان د صدر اعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز د افغان ملي امینت شورا رئیس حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته بلنه ورکړې وه، خو د افغانستان له لوري د بهرنیوچارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی دپاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د پلاوي مشر وټاکل شو.
یاد پلاوی پرون اسلام اباد ته د تورخم د شخړې د حل موخه راورسید، د پاکستان لخوا د بهرنیوچارو د وزارت مرستیال عزیز احمد چودري د خبرو مشري په غاړه درلوده، چې دموضوع په اړه کوم مثبت ګام ونه لیدل شو.
یاد پلاوي دا په ډاګه کړه ، چې د تورخم دروازه د (sop) تړون له مخې جوړیږي چې افغان چارواکو ورسره دا تړون پخوا منلی.
د تورخم په اړه ناسته وشوه او دا ترې جوته شوه، چې ګډ حکومت د پردې تر شا د ملت په ارمانونو سودا کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت منلې، چې د (sop) په نوم له پاکستان سره تړون لري او په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه هم د همدغه تړون له مخې شوې ده.
دغه وزارت وایي، دوی له پاکستان سره منلې وه، چې له صفري نقطې به ۱۰۰ متره ها خوا تاسیسات جوړوي، خو پاکستان له دې هوکړې سرغړونه کړې او د کرښې په ۳۵ مترۍ کې یې پر تاسیساتو جوړولو پیل کړی و، چې بالاخره د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته.
په دې اړه سرنوشت ورځپاڼې د سیاسي چارو شنونکی سید خالد سادات پوښتلی، سادات ویلي: د اېس او پي تړون د ملي یووالي د حکومت لویه تېروتنه ګڼي او وایي چې حکومت د ورته تړونونو د لاسلیک صلاحیت نه لري.
ده له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، پاکستان له ډیورنډ کرښې ها خوا د نړیوالو سرحدونو د اصولو پر بنسټ تاسیسات جوړوي، په داسې حال کې چې ډیورنډ نه نړیوال سرحد دی او نه هم کېدای شي.
دی وایي، له یوې خوا له پاکستان سره د دغه ډول تړون لاسلیکول او له بلې خوا خپلو امنیتي سرتېرو ته د جګړې امر، د دغه هېواد له سرتېرو او خلکو سره ستره جفا ده.
د ده په خبره، ډیورنډ په یوه ستر ملت پورې تړاو لري او د دې کرښې پرېکړه به دواړو لورو ته پراته ولسونه کوي.
د ده په وینا، که هر چا دغه تړون لاسلیک کړی وي، باید د اساسي قانون د ۶۴مې مادې پر بنسټ عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي او مجازات شي.
د مدني ټولنو د فدراسیون مشر او د چارو شنونکی صدیق انصاري وایي، چې د ملي یووالي د حکومت بنسټ غیر قانوني اېښودل شوی او له دې حکومته د قانوني کارونو تمه نه شي کېدلی.
دی وایي چې د ملي یووالي حکومت پخوا له پاکستان سره ورته تړونونه لاسلیک کړي وو. ده استخباراتي تړون ته اشاره وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت د مرستیال او د پاکستان د ای اېس ای د یوه غړي له لوري لاسلیک شو.
د انصاري په وینا، ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان د ولسونو پرېکړه ده او هېڅوک نه شي کولی چې د دوی له اجازې پرته د دې کرښې رسمیت ومني.
ده د ملي یووالي د حکومت وروستي شوم حرکتونه وغندل او د دغه حکومت له چارواکو یې وغوښتل چې له ملته بښنه وغواړي.
ویسا هم لیکلي چې ولسمشر باید دغه تفاهمونه لغوه اعلان کړي کنه د سبا ورځې د بدو عواقبو ځواب به ورته ګران څه چې ناممکن وي.
نن پاکستان برالا اعلان کوي چې دروازې او پوستې به خامخا جوړوي.
دوی اصلاً په رمز کې زموږ چارواکیو ته ورښیي چې تاسو پردې راسره توافق کړی، چې د ډیورنډ دواړو لوریو ته به په ۳۰ مترۍ کې څارونکي ترمینالونه جوړیږي!
ویسا وایي: که خبره د ملي ګټو د دفاع وي، که مو چارواکیو ته دغه وطن مهم وي، چې دوی یې نن پر برخلیک مسلط شوي نو باید خپلې غلطۍ جبیره کړي.


















