کابل ټکی کام ۰۱چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
تېره ورځ په یو شمېر رسنیو کې دا ډول راپورونه خپاره شول، چې ګواکي د حکمتیار ډلې د سولې لپاره افغان حکومت نوي شرطونه ايښي دي، او نوي شرطونه یې له پخوانیو شرطونو څخه بدل دي، چې وجوهات یې تراوسه ناڅرګند دي.
اسوشیټډ خبري اژانس ویلي دي، پر افغان حکومت د حکمتیار د نویو شرطونو منل نا ممکن ښکاري، چې کېدای شي له حکمتیار سره سوله سرته ونشي رسیدلای.
دغه اژانس د یو شمېر افغان چارواکو له قوله دغه شرطونه په ګوته کړي دي:
*له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کول.
*د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش ټاکل.
*او د افغان حکومت له لورې د مهالوېش لاسلیکول.
دغو دولتي چاواکو دغه اژانس ته ویلي دي، چې د ملي یووالي حکومت دا ډول شرطونه پر ځان نه شي منلی، او نه یې د منلو وړتیا لري.
دوی ویلي دي، چې د دغو شرطونو اېښودل به د حکمتیار له ډلې سره د سولې خبرې له منځه تللی شي.
د حکمتیار ډلې له افغان حکومت سره د سولې هوکړه نهايي شوې وه، یوازې د حکمتیار او ولسمشر غني ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک پاتې وو.
ډېری افغان سیاستوال په دې اند دي، چې د حکمتیار د نويو شرطونو تغیر کېدای شي د افغان حکومت له ګاونډيو سره د تعلقاتو د خرابوالي له وجې وي.

















