چین کې شدیدو بارانونو، ۹۸ کسان وژلي، ۸۰۰ ټپیان کړي

کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
د چین په یاچینګ ښار او شاوخوا سیمو کې د شدیدو بارانونو، بړبړکۍ او توپان له کبله لږ تر لږه ۹۸ کسان وژل شوي، او څه د پاسه ۸۰۰ کسان ټپیان دي.
د چین د بېړنیو حالاتو په مقابل کې د چټک غبرګون د ادارې او ملکي چارو وزارت ویلي دي، چې په جیانګسو ایالت کې د شدیدو بارانونو او توپانونو له کبله د ژوند چارې په ټولیزه توګه په ټپه درېدلي دي.
دغه وزارت ویلي دي، چې د چین ختیځ کې (د جیانګسو ایالت په یاچینګ ښار کې) او شاوخوا سیمو کې د شدیدو بارانونو او توپانونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه وزارت د مړو شمېره ۹۸ کسان ښودلې ده، او ویلي یې دي، چې په ۸۰۰ ټپيانو کې د ۲۰۰ کسانو روغتیايي حالت نازک دی.
دغه وزارت ویلي دي، چې په سیمه کې ګڼ شمېر کسان بند پاتې دي، او د توپان سرعت په ساعت کې د ۱۰۰ او ۱۲۵ کیلومترو تر منځ دی.
د چین د هوا پېژندنې ادارې په جیانګسو ایالت کې د نورو قوي بړبړکو او د شدید توپان خبردارۍ ورکړی دی.
د دغه شدید توپان او بړبړکیو له کبله لسګونه کورونه وېجاړ شوي دي، چې زیات شمېر کسان د نړېدلیو کورونو لاندې پاتې دي.
په سیمه کې له یوې خوا څخه تخیلي چارې دوام لري، او له بلې خوا څخه خلکو ته لومړنۍ مرستې او همدا راز د ژغورنې چارې هم دوام لري.
دغه شدید توپان د ۱۹۶۶ میلادي کال راهیسې په سیمه کې تر ټولو قوي توپان او شدید باران په ګوته شوی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button