کابل ټکی کام ۰۴چنګاښ/۱۳۹۵، شعر: بلېنډه بدرۍ
پر ما د هر ستم نظر دی زه یواځې یمه
په سر مې بار د رواج غر دی زه یواځې یمه
اوس زه همیش سر په ځنګون چرته په کونج کې ناسته
ته هم شهید ، ماشوم هم ستر دی زه یواځې یمه
ډیوې هم غلې سترګې پټې کړې شپه ډیره پاتې
لا ورک نښان خو د سحر دی زه یواځې یمه
اناهیتا بیا هم ولاړه لکه پرخه پکې
رانه چاپیر د غم لښکر دی زه یواځې یمه
مشواڼۍ وچه، لاس مې مات تر غاړې ستا په رومال
دټپو خیال هم مرور دی زه یواځې یمه


















