
افغان ځواکونو په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر خلاف تصفیوي عملیات پیل کړي
کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هېواد د ختیځ ولایت ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو په دې موخه عملیات پیل کړي دي، چې له دغې ولسوالۍ څخه داعش جنګیالي وباسي.
د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې دغه ولسوالۍ به ډېره ژر د داعش جنګیالیو له حضور څخه پاکه کړي.
ده ویلي دي، چې دا مهال یې دغې ولسوالۍ ته تازه دمي نور سرتیري ورلېږلي دي.
حبیبي د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې ۳۹ داعش جنګیالي وژل شوي دي، ۱۸ تنه نور ټپیان دي.
ده زیاته کړه، چې داعش جنګیالیو یو شمېر ښځې او ماشومان برمته کړي دي، او نا معلوم ځای ته یې وړي دی.
د یادولو ده، داعش جنګیالي د دولت دننه له یو شمېر کړیو سره لاس لري، چې د هغو ی په مټ په ننګرهار ولایت کې پرمختګ کوي، لارې ورته صفا کوي، عام وژنې او برمته کول کوي.



