انجام (لنډه کیسه)

جواد څارګر

وا هلکه ګلمت خانه؛ آ بازګل اکا دې څنګه سو، ودې کوت؟ په کوران که مې نور صبر کیږي.

ګلمت زر ـ زر دچیلم په زرخانه کې چرس ځای پر ځای کړه، انګار یې ورپکې تخته کړ، اورلګیت یې ورته وواهه او قومندان ته یې ورنږدې کړ

درواخله کومندان صاب، ته چیلم دم کړه او زه به کیسه درته وکړم

ای شاباشې، بچک یې بچک

کومندان صاب مازیګر مې بډک هم له ځان سره کړ، دبازار کوز سر ته چې ورسېدم، هغه زموږ مخبر دوکاندار راته وویل

شېبه وړاندې پر دغه بره ویاله شپږ ـ پنځه تالیبان لر ـ بر کېده.

نو تا ځان بېرته پوستې ته راورساوه؟

ګلمت پوزه پر لستوڼي پاکه کړه؛ نو څنګه مې کړی وای کومندان صاب؟

ای پر پدر دې نالت سه، پر باډۍ دې پنجابک مسلمانیږي او زړه درکې دمېږه تون دی

بس خلاص ګلمتیه؛ که سبا دې ورسره خبر خلاصه نکړه، په سور کوران کې دې دمیاشتې معاش ته ګوته لمده کړه

سمه ده کومندان صاب، سبا یې حتما ورسره خلاصوم.

ددروازې تېز او پرلپسې ټک ـ ټک بازګل اکا وارخطا کړ.

څوک یې چې داسې پر یوه ساه دروازې ته تمبه یې؟ لږ وار وکړه درغلم

اکا زه یم زه، ګلمت خان یم.

دادی درغلم

خدای دې خیر کړي وراره، څنګه داسې سهار ملا اذان راورسېدې؟

خدای مکړه کوم بد خبر به مو نه وي راوړی؟

اوهو هېر مې سو، ته رازه دننه چې اول چای وچکو بیا به کیسې کوو.

نه اکا، زه کیسو ته نه یم خوسی، کومندان تاجودین رالیږلی یم، مازې د ‘هو’ او ‘نه’ راته وایه.

خدای دې خیر کړي وراره، کومه داسې په اور ختلې پېښه ده چې دومره په بیړه یې

ته رازه چې چای دم کړو، په مړه ګېډه پاړسي ښه مزه کوي

اکا چای نه چکم، کومندان صاب راته انتظار دی.

نو کومندان صاب تاجودین له ما څه غواړي؟

لور. ستا لور دکومندان صاب خوښه سوې ده، زیاتي ستا خوښه ورکوې یې که نه؟

نه نه، وراره زه تاجودین چرسي ته خپله لور نسم ورکولای، زه نه غواړم لور مې اور ته واچوم. زما لخوا تاجودین ته ‘نه’ ووایه

اکا سوچ پر وکړه، ښه به درته نسي، تاجودین دنامې جامې کومندان دی، تالیبان یې له نومه وېریږي او په ولایت کې ډېر ایترام ورته کیږي

هېڅکله نه، که تاجودین پاچا هم سي زه مې لور نه ورکوم، غوږونه دې خلاص سول؟

ګلمت خان دنسوارو ډک ورغوی دشونډې لاندې کړ او روان سو

اکا یې ورغږ کړ؛ وراره چای تیار دی.

په چایو کې دې متیازې وکړم، ته چې زما کومندان ته لور نه ورکوې، زه دې چای په تندر وهم

له دروازې چې ووت، خور یې له مټه ونیو؛ لالا ته لږ له ځانه سره فکر وکړه، هغه چرسي او څلویښت کلن کومندان دګل مکۍ لایق دی؟ خیر دی ته ورته ووایه چې ګل مکۍ نامزاده ده

ګلمت یې دخور لاس ایسته کړ، لرې سه فایشې، ستاسو دواړو لکه چې زړه دی په مینه واده وکړئ هن؟

زه به مو خوښ سم؛ دروازې ته یې غړچ ورکړ او روان سو.

ګلمت چې پوستې ته ورسېد قومندان لا ویده و

سیګریټ یې ډک کړ او دپوستې په پخلنځي کې ورته کښېنوست

شېبه وروسته له پخلنځي مخمور راووت، ټاور ته وخوت او د اکا پر کور یې یوه ضربه وکړه

ته دې بسلمان ته ګوره چې کومندان صاب تاجودین ته انکار کوي

خوښ به یې سم

کومندان سترګې موښلې او په بېړه له خوب خونې راووت.

پر پدر دې نالت سه وا هلکه، دباندې له وېرې مرې او دلته زمری یې. ولاړ سه د اکا سره دې خبره خلاصه کړه.

ګلمت په جینګه خوله ورته وویل

تللی وم کومندان صاب.

ای شاباشې، بچک یې بچک

څه یې درته وویل؟ دستمال دې ترې راوړ؟.

کومندان صاب هغې بوډا له رشتې انکار وکړ، ځکه مې پر کور ضربه ورته وکړه

ای پر پدر دې نالت سه، همالته دې ولې ډډ راوانه ړاوه؟ دلته نر یې، سومبۍ دې دوه خره نسي وړلای او زړه دې دکوڅه ډب سپي هومره دی

زه خیر خوښ به یې سم.

♥♥———————-♥♥——————-♥♥

ګلمت خان چې پر معاش ګوته تېره کړه، په دوې ورځې رخصتۍ له پوستې ووت او نېغ ښار ته دخسر کور ته ولاړ

په سبا ماښام یې ګرځنده تیلفون وګړنګېده؛ ګلمته زویه چېرې یې؟

څوک خبرې کوې؟

اکا دې یم زویه، بازګل اکا

بند کړه تیلفون، هسې مې مازغه مه را خوره رذیله.

ګلمته زویه خبره واوره، بیا که تماس پرېکوې هم پروا نکوي

زر وایه بوډا، څه تندر راغورځېدلای؟

کومندان صاب تاجودین راغلی و، ګل مکۍ او زرلښته یې پوستې ته بوتللې.

دا څه وایې اکا؟

رښتیا وایم زویه.

دشپې پوستې ته راتګ ناشونی و، په سهار وختي دکلي لومړي موټر ته وخوت

ګلمت چې پوستې ته راورسېد، له بهره یې په ټاور کې ناست پولیس ته ور ږغ کړ:

بډکه کومندان صاب رښتیا دوه نجونې راوستي؟

وه کم بخته، چېرې وې بېګاه؟ کومندان صاب خو کمال وکړ کمال، داسې زبردسته ګلان یې راوستي وه چې مکوه پوښتنه او دیوه ساعت پر ځای مې بېګاه درۍ ساعته پهره وکړه

ټولو ملګرو کومندان صاب ته دعاوې وکړې

دګلمت رنګ والوت، په مړاوي ږغ یې بیا وپوښت؛ نجونې اوس چېرې دي؟

بډک وخندل؛ زه زه کم بخته، نجونې نور پر دې دنیا څه کوي، ولاکه دې پام پر غلط سو.

یاره بډکه صفا ـ صفا راته ووایه چې نجونې اوس چېرې دي؟

بډک ورغبرګه کړه؛ واوره ګلمتیه، نجونو خورا مکر درلود، هغه یوه یې دکومندان صاب خوښه نسوه، ګل مکۍ نومیده آخ ګل مکۍ، رښتیا چې ګل مکۍ وه مګر دکومندان صاب خپل ذوق دی نو، هغه یې موږ ته حواله کړه او هغه بله چې بلکل دزرو لښته وه، کومندان صاب تر ګېډې لاندې کړه

زرلښتې کومندان صاب پر دا مخ یوه ټینګه څپېړه وواهه، ورته ویل یې، له خولې دې ډډوزې پورته کیږي، چې رانږدې نسې

کومندان صاب ډېره ونازوله مګر کار ونسو، بالاخره کومندان صاب پر دا نس ـ نس کې وویشته

او دا بله ګل مکۍ تر سهاره ژوندۍ وه، سهار دډزو ږغونه سول، چې منډه مو کړه، ګل مکۍ ځان ویشتی و

ګلمت نور څه اورېدل نه غوښتل، هغه څه یې واورېدل چې دزغملو نه ول، مړاوي غوږونه پوستې ته ننووت، دخور او اکا دلور پر نیمه لوڅو بدنونو یې څادر خپور کړ

دقومندان خوني ته ولاړ، له خوبه یې راویښ کړ

قومندان سترګې وموښلې؛ ګلمته ته؟ پر دا شین سهار راورسېدې؟

ای شابشې، بچک یې بچک

دګلمت له خولې سوڼ هم ونه ووت، په ډېر زور یې خوله خبرو ته جوړه کړه

کومندان صاب زه به مې خور او د اکا لور کور ته یوسم

پر پدر دې نالت سه بېغیرته، هغوی ستا خبره مځکې ته وغورځوله او ته یې مړي کور ته وړې؟ پرېږده چې هغه بازګلی خپله ورپسې راسي او دلوڼو حال وویني، چې دا یې یاد وي بیا به څوک کومندان تاجودین ته انکار نکوي

ګلمت بیا وویل؛ کومندان صاب دا یوه یې زما خور وه، کشره خور مې وه، په یوولسم ټولګي کې یې زده کړې کولې

کومندان تاجودین له نسوارو شړوپ تېر کړ؛ ښا ښا ماصله وه ځکه داسې نازدانه وه

ایسته کوه یې ګلمتیه، دکار نجونې نه وې

په تندر یې ووله او رښتیا اکا ته دې زنګ ووهه چې ورپسې راسي

ګلمت چې مایوس شو، منډه یې واخیسته، له بډکه یې ټوپک راواخیست او دکومندان خونې ته ورننووت، کومندان له ده مخکې ددروازې پلې ته ورته پټ و

چې څنګه ګلمت ورننووت پر دا سر ـ سر یې شپږ مردکي وویشت او جسد یې دګل مکۍ او زرلښتې سره یو ځای وغورځاوه.

کومندان بډک ته ورچیغه کړه؛ زر کوه چیلم راوړه او دا دریواړه جسدونه پر سرک وغورځوه، میرک او ګلک ته ووایه چې هر موټروان دروي او ورته وایي؛ څوک چې دکومندان تاجودین له خبرې انکار کوي انجام به یې داسې وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button