ملي امنیت د شیر ولي وردګ قاتلین پېژندلي دي

کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
ملي امنیت د ولسي جرګې د پخواني غړي او د پوهنې وزارت د پخواني وزیر فاروق وردګ ورور شیر ولي وردګ قاتلین پېژندلي دي.
د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال وايي، چې د شیر ولي وردګ قاتلین د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې دي، او د دوی د نیولو لپاره به عملیات وروسته د دوی په اړه له معلوماتو ترلاسه کولو پیل کړي.
مسعود اندرابي د ولسي جرګې نننۍ ناستې ته وویل، چې د شیر ولي وردګ قاتلین په څو نفره ډلې پورې تړاو لري، چې شیر ولي وردګ یې د یوې حملې په ترڅ کې وژلی وو.
ده وویل، چې دغه ډله د میدان ودرګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې دي، چې د ملي امنیت عمومي ریاست له لورې د دوی په اړه له نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یو کمیسون ګومارلی دی.
اندرابي وايي، کله چې د دغې قضیې په اړه نور معلومات ترلاسه شي، نو دوی به یې د نیولو لپاره اقدامات وکړي.
شیر ولي وردګ چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی وو، څه موده وړاندې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې له منځه ولاړو.



