کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
پنټاګون او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو ویلي دي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر خلاف یې هوايي بریدونه بیا پیل کړي دي، او دا کار له یوې اونۍ راهیسې پیل شوی دی.
دوی ویلي دي، دغه بریدونه به یوازې په هغو ځایونو کې کوي، چې افغان حکومت ته یې ستراتيژیکه ګټه ورسیږي.
دوی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې اوباما خپلو ځواکونو ته امر کړی وو، چې په افغانستان کې دې د طالبانو پر پټنځایونو ځمکني او هوايي بریدونه پراخ کړي.
طالبانو د امریکایي ځواکونو د دغو څرګندونو پر خلاف توند غبرګون ښودلی دی، او د دوی له لورې د هوايي بریدونو د بیا پیل خبره یې بې معنا بللې ده.
«د هیواد د اشغال له پيله تراوسه زموږ د مظلوم ولس پرخلاف امریکايي بمبارونه روان دي، کومه وقفه نده پکې راغلي اوس يې د بیا پيل خبره بې معنی ده.»
طالبانو ویلي دي، چې افغانان د امریکايي ځواکونو له بمبارونو سره عادت دي، او هېڅوک نه شي کولی، چې د بمبارد په دوام سره د دغه ولس اراده بدله کړي، او نه یې ماتولی شي.
طالبانو امریکایان د بمبارد د توقف پر خبره باندې درواغجن بللي دي، او ویلي یې دي، چې دا د دوی د تزلزل ښکارندویه ده.
د یادولو ده، امریکایي ځواکونو له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې پر افغانانو، د هغوی پر کورونو، مساجدو او نورو عام المنفعه ځایونو باندې له وحشته ډک بمبارونه وکړل، چې تراوسه پورې دوام لري.


















