د هند پخوانی توپوهوونکی د افغان کرکټ لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو

کابل ټکی کام ۰۵چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش رسنیو ته وویل، چې د هند پخوانی توپوهوونکی یې د افغان کرکټ ملي لوبډلې د مشر په توګه ټاکلی دی.
ښاغلي دانش ویلي دي، راجپوت چې د ډېرو کسانو له منځ او له پوره دقت وروسته ټاکل شوی دی، ارزو لرو، چې د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره ګټور ثابت شي.
«دا پروسه لکه څه ډول چې ورو مخکې لاړه همداسې منظمه، اړتیا او امکاناتو ته په کتو پای ته ورسیده.
کله هم چې د روزونکي خالیګاه رامنځته شوه، مونږ وویل چې نوی روزونکی به په پوره حوصله، دقت او تر سختې ازموینې وروسته ټاکو چې همداسې وشول او انشاءاالله زمونږ دا انتخاب به هم د تېر په څېر اغېزمن ثابتیږي.»
ده وویل، چې راجپوت به له ملي لوبډلې سره د اروپا په سفر کې خپله ملتیا پیل کړي.
ښاغلي دانش زیاته کړه، چې دی باور لري، چې له ملي لوبډلې سره د راجپوت ملتیا به په ملي لوبډله کې مثبت تغیرات راولي، او افغان لوبغاړو ته به مسلکي روزنې ورکړي.
راجپوت ۵۴ کاله عمر لري، او د هند په ملي لوبډله کې هم لوبېدلی دی، همدا راز د هندوستان ملي نولس کلنې، ملي الف، ملي ۲۳کلنې لوبډلې روزونکی، د هندوستان د ملي اکاډمۍ د مسئول او د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړي دي.



