طالبانو په فراه ولایت کې د استیناف محکمې قاضي اعدام کړی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۵ زرغون خوږیاڼی

فراه ولایت چارواکي وايي، چې تېره پنجشنبه ددغه ولایت د استیناف محکمې یو قاضي له هرات څخه فراه ته پر لاره و، چې طالبانو فراه رود کې له موټره ښکته کړ و اوويې تښتاوه، تېره شپه یې په خاک سفید ولسوالۍ کې ‘اعدام’ کړی دی.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري رسنیو ته وویل: قاضي شمس الرحمن د فراه ولایت د استناف محکمې قاضی و، چې دوه ورځې وړاندې له هراته فراه ته پر لاره فراه رود کې طالبانو تښتولی او خاک سفید ولسوالۍ ته یې لېږدولی او تېره شپه یې هلته اعدام کړی دی.

ویل کیږي چې  یاد قاضي له اعدام وروسته د عوامو نندارې ته هم وړاندې شوی.

اوس ددغه قاضي مړی د فراه ولایت د سره صلیب یوه روغتون ته لیږدول شوی.

تر اوسه پورې طالبانو ددغه قاضي د وژنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ښايي دا برید طالبانو د خپلو هغو شپږو ملګرو په غچ کې وي، چې څه موده وړاندې په کابل کې د قاضیانو په حکم اعدام شول. طالبانو هم حکومتي قاضیان وګواښل او د خپلو ملګرو د انتقام هوډ یې وکړ، چې له هغې وروسته په جلا جلا بریدونو کې په لسګونو قاضیان ووژل شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button