پېښور کې پر روژه لرونکو د الله رحم وشو، موسم باراني شو

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، هلال خاورې
له پېښور څخه یو شمېر افغانانو کابل ټکي کام ته پیغامونه او انځورونه لېږلي دي، او وايي، «دلته پېښور کې له سختو ګرمیو وروسته خوندور موسم جوړ شو.»
د دوی په پیغام کې راغلي دي، چې له یوې خوا په توند ګرم موسم کې روژه ده، او له بلې خوا د برېښنا نه شتون ژوند ورته تريخ کړى ده، د دوى په وينا چې اړ شول، ټول سره راټول شي، او په ګډه خپل الله ته لاسونه لپه کړي، ترڅو هوا ښه او روژه اسانه شي.
دوی وايي، چې د څښتن له لورې د دوی آه ته په کتو دا مهال په پېښور کې موسم خوندور شو، «او هر یو له خوښۍ څخه په جامو کې نه ځائیږي.».
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار چې ډېر ګرم ښار دی، په جون، جولای او اګست میاشتو کې شديده ګرمي لري.
د یادولو ده، له پېښور څخه وروستي راپورونه ښيي، چې تېره اونۍ سخته ګرمي وه، او خلک یې په روانه روژه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button