افغان کریکټ ملي لوبډله د سکاټلنډ او ایرلنډ سره د نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو لپاره سکاټلنډ ته لاړه

کابل ټکی کام ۰۷چنګاښ/۱۳۹۵، ارین خان

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ او ایرلنډ سره د نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو لپاره سکاټلنډ هېواد ته ولاړه.

افغان ملي لوبډله به له سکاټلنډ سره د جولای په څلورمه او شپږمه نېټه دوه نړیوالې ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

دا لوبه د افغان لوبډلې د نوي هندي روزونکي مشر لال چند راجپورت په مشرۍ لومړنی سیالۍ ده.

د کریکټ د نړیوالې شورا د یوې ورځنیو لوبو په نړیوال جدول کې سکاټلنډ ۱۴ نمبر او افغانستان ۱۰ نمبر دی.

افغانستان له سکاټلنډ څخه وروسته ایرلنډ ته ځي، او له دغه هېواد سره به د پنځو نړیوالو سیالیو لړۍ ترسره کړي.

افغانستان به له ایرلنډ سره د جولای په ۱۰، ۱۲، ۱۴، ۱۷ او ۱۹ کې سیالۍ لري.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان او ایرلنډ د پنځو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د دغو لوبو لپاره د افغان ملي لوبغاړو نومونه په لاندې ډول دي:

۱: اصغر ستانکزی

۲: محمد شهزاد

۳: نور علي

۴: جاوید احمدي

۵: رحمت شاه

۶: محمد نبي

۷: سمیع الله شینواری

۸: نجیب ځدراڼ

۹: راشد خان

۱۰: میرویس اشرف

۱۱: ګلبدین نایب

۱۲: دولت ځدراڼ

۱۳: حمید حسن

۱۴: شاپور ځدراڼ

۱۵: امیر حمزه

۱۶: یمن احمدزی

ناصر جمال، عمران جنت او افسر ځاځی له منتظره لوبغاړو څخه دي، چې د ضرورت په صورت کې به لوبه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button