تاج محمد عرفان
د روژې وروستۍ لس شپې او ورځې د رمضان په یو ویشتمه ورځ پیل کیږي، او د رمضان په پای ته رسیدو سره پای ته رسیږي، په دې معنی که میاشت ۲۹ ورځې شوه او که پوره ۳۰ ورځې شوه، که میاشت یوه ورځ کمه شوه نو بیا دا نهه شپې او ورځې کیږي.
د دې ورځو فضیلت او مقام:
د رمضان وروستۍ لس ورځې جلا ځانګړتیاوې لري چې د کال په نورو ټولو شپو او ورځو غوره والي او برتري لري، او دا هغه شپې دي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به ټولې په عبادت سره ژوندۍ ساتلې، په دې کې یوه د لیلة القدر شپه هم ده چې له زرو میاشتو غوره ده.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به په دې وروستۍ لسو شپو او ورځو کې په عبادت او د خیر په کارونو کې ډیر زیات اهتتمام او هڅه کوله، دومره زحمت به یې پکی ویستو چې په نورو هیڅ ورځو کې یې هومره نه ویستو.
په صحیحینو کې له عایشې رضی الله عنها نه روایت دی هغه وایي چې کله به دا ورځې پیل شوې نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به له خپلو بیبیانو نه ځان جلا کړ او د دې لسو شپو هره شپه به یې ژوندۍ ساتله یعنی په عبادت (په لمونځ او تلاوت) به یې ویښه تیروله، او خپلې میرمنې به یې هم له خوبه راپاڅولې.
نو هر مسلمان ته مستحب دي چې په دې لسو ورځو کې الله تعالی ته د خپل عبودیت مفهوم په خپل عامه او خاصه بڼه ژوندی کړي، او د خپل نفس په تزکیه باندې زیات ترکیز او فوکس وکړي، خپل زړه اصلاح کړي او د خیر په کارونو کې هم برخه واخلي.
په دې شپو ورځوکې ځینې غوره اعمال:
په دې شپو او ورځو کې شریعت هر مسلمان ته یو لړ نیک اعمال په ګوته کړي چی یو څو یې په لاندې ډول دي:
۱. د لیلة القدر فضیلت ترلاسه کول:
د لیلة القدر شپه د ټول کال د شپو نه تر ټولو غوره شپه ده، الله تعالی یې په اړه فرمایلي دي: (خیر من الف شهر) یعنی له زرو میاشتو نه غوره ده په دې معنی چې د نږدې ۸۴ کلونو له عبادت نه هم د دې یوې شپې عبادت غوره دی، نو د دې لسو شپو یو غوره فضیلت دا دی چی که یو مسلمان ته دغه شپه د عبادت لپاره ترلاسه شي، او دی پکې په عبادت مشغول وي نو یواځې همدغه یوه شپه عبادت ورته د ده د ټول ژوند له عبادت نه غوره دی.
۲. اعتکاف ته کیناستل:
پدې وروستیو لسو شپو او ورځو کې د مستحبو نیکو عملونو او عبادت کولو لپاره په مسجد کې شپه او ورځ کیناستل دي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه صحیح روایت رسیدلی دی چی هغه به د هر رمضان په وروستیو لسو شپو او ورځو کی اعتکاف کاوه تر هغې چې وفات شو.
۳ . د قرآن کریم تلاوت کول:
د رمضان میاشت د قران کریم د زیات تلاوت، تدبر او خشوع میاشت ده، الله تعالی فرمایلي دي: (شهر رمضان الذي أنزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی و الفرقان) یعنی د رمضان میاشت هغه میاشت ده چې قرآن پکی نازل شوی دی، د خلکو لپاره هدایت او د هدایت نه ورته لارښونی او د حق او باطل تر منځ فرق ښودل شوی دی). نو د دې میاشتې د ټولو شپو او ورځو د یوې یوې دقیقي نه باید ګټه پورته کړو، په تیره بیا د وروستیو لسو شپو او ورځو نه چی باید د عبادت لپاره ورته ځانونه پوره فارغ کړو، نبی صلی الله علیه وسلم به د جبریل علیه السلام سره د رمضان میاشتې کې هره ورځ د قرآن درس او تدریس کاوه.
۴. د الله په لار کی خپل مال نفقه کول:
د رمضان په ټوله میاشت کی زیاته صدقه کول مستحب دي او په دې وروستیو لسو ورځو کې بیا په ځانګړی ډول ډیر اجر او ثواب لري، خو چی اسراف او ځان ښودنه پکې نه وي، د نبي علیه السلام نه ثابته شوې ده، چې هغه به تل د ټولو خلکو نه تر ټولو ډیر سخاوت والا و او په ځانګړی توګه د رمضان په میاشت کې به یې تر ټولو زیات سخاوت کاوه.


















