کابل ټکی کام ۱۳۹۵ چنګاښ ۸ زرغون خوږیاڼی
د یمن سوېل ختیځ المکلا ښار کې پر یمني ځواکونو سرتیري بریدونه شوي، چې په کې لږ تر لږه ۳۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د یمن امنیتي چارواکي وایي: سرتیرو برید ګرو، چې په موټر بم او واسکټونو سمبال وه، درې پرله پسې بریدونه په ساحلي ښار د شهید خالد په سیمه کي د امنیتي ځوکونو د تلاشۍ پر ځایونو کې له لمر لوېدو سره سم وکړل، چې په کې ۲۱ امنیتي ځواکونه ووژل شول.
یاد چارواکی وايي، څلورم برید د المکلا ښار د فوا په سیمه کي د عسکري استخباراتو په ودانۍ وشول، چې ۱۷ پوځيان په کې ووژل شول.
چارواکو وویل، چې په یادو بریدونو کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
خبري سرچینې وايي، چې بریدونه د موټر بم او واسکټونو په توسط ترسره شوي.
په یادو بریدونو کې ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
سرچینې تائیدوي، چې په دغه بریدونو کې ډېر مالي زیان هم رامنځ ته شوی دی.
المکلا د یمن د حضرموت ولایت مرکز دی، چې یو کال وړاندې له القاعدې شبکې سره و، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په پوځي ملاتړ د یمن ځواکونو له القاعدې شبکې بېرته ونیولو.
ویل کیږي، چې د امریکا سمندري ځواکونه هم المکلا ښار ته نژدې ځینې بېړۍ لري.
تر اوسه چا د یادو بریدونو مسولیت نه دی منلی.


















