عراق: د پلازمینې بغداد په یوه جومات کې بمي چاودنې، ۱۴ کسان وژلي، ۳۲ ټپیان کړي

کابل ټکی کام ۰۸چنګاښ/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

د عراق خبري مقاماتو خبر ورکړی دی، چې د پلازمینې بغداد ختیځ لور ته په یوه جومات کې د بمي چاودنې له کبله ۱۴ کسان وژل شوي دي، او ۳۲ نور ټپيان دي.

یو شمېر نړیوالو رسنیو ویلي دي، چاودنه د ابو غریب ښار د الزیدان سیمې په «النور» جومات کې شوې ده.

دغو رسنیو ویلي دي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلک د روژه ماتي له کولو وروسته د عبادت لپاره راټول شوي وو.

ځايي پولیسو او د روغتون کارکوونکو د اسوشیټيډ پرس سره د خبرو پر مهال د ۱۴ کسانو وژنه تأیید کړه.

له بلې خوا سومریه نیوز د پولیسو د یوې سرچینې له قوله د وژل شویو شمېر ۶ تنه، او د ټپيانو شمېر یې ۱۸ تنه ښودلی دی.

تراوسه پورې چا د دې برید پړه نه ده منلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button